کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو سرپرست وزیر وویل: د راستنیدونکو دقیق سروې او ثبتول د بشری مرستو د شفافیت د تامین لپاره یو اړین کار دی.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د پنجشیر ولایت مقام نن پنجشنبه د تله ۵ مه په خپله خبرپاڼه کې پنجشیر ته د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو د سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني د سفر خبر ورکړی دی.

 د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو سرپرست وزیر او د ولایت والي د دوی د وضعیت د ارزونې په ترڅ کې پر راستنیدونکو بشري مرستې وویشل.

 د پنجشیر والي حافظ محمد اغا حکیم وویل: اسلام د همکارۍ او تعاون دین دی او د افغانستان اسلامي امارت تل د همدې شرعي احکامو پر بنسټ د بې وزلو کورنیو لاسنیوی ته جدي پاملرنه کړې ده او دغه خپل مسؤلیت منلي دي.

 ده زیاته کړه: د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت د مشرتابه حضور په پنجشیر کې، له خلکو په ځانګړې توګه له بې وزلو کورنیو سره د مرستې لپاره د اسلامي نظام د ژمنتیا ښودنه کوي.

 دپنجشير والي وويل : راستانه شوي مهاجرين چې دپنجشير ولايت اوسيدونکي دي په ښه توګه ددغه ولايت په ځينو سيمو کې ځاى پرځاى شوي دي او ددوى د ستونزو دحل لپاره هلې ځلې روانې دي.

 د کډوالو چارو وزارت سرپرست وویل: د مرستې او همکارۍ په موخه باید کډوال او راستنیدونکي له ثبت او راجستر پرته پاتې نه شي، ځکه د بشري مرستو د شفافیت د تامین لپاره د هغوی دقیق سروې او ثبت اړین دی.

 حقاني وویل: اسلامي امارت به د بې ځایه شویو او راستنیدونکو په لاسنیوی کې له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي. هغه وويل: د مهاجرينو د چارو وزارت اړو کورنيو ته زياته پاملرنه کوي چې په هغو کې هغه کسان هم شامل دي چې د اوسيدو کور او ځاى نه لري.

 د پیغام پای/