کابل- ایرنا- د ایران او پاکستان ولسمشرانو موافقه وکړه چې یوه ګډه کاري ډله به د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراخولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګازو د نل لیکې د غځولو په برخه کې د ستونزو د حل په برخه کې څېړنه وکړي.

د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکیان نیویارک ته د خپل سفر په وروستۍ ورځ د چارشنبې په ورځ د تله په ۴ مه نیټه د پاکستان له لومړی وزیر شهبار شریف سره له دیني وروڼو او ګرانو ګاونډیانو سره په کتنه کې د خوښۍ په څرګندولو سره، پاکستان ته د مرحوم ولسمشر د سفر د ټولو موافقو د نهايي کولو او عملي کولو لپاره د ایران په هوډ ټینګار وکړ. 

 د ایران ولسمشر د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اړیکو او تبادلې د اسانتیا لپاره د سیمې د هېوادونو تر منځ د اورګاډي او سړکونو د پراخې ارتباطي شبکې د جوړولو نظریې ته په اشارې سره وویل: د دغې طرحې عملي کول یو هراړخیز پلان ته اړتیا لري چې ټول سیاسي، اقتصادي او ارتباطي اړتیاوې په کې شاملې وي او دا پلان کولی شي وده او پرمختګ ګړندی کړي او د سیمې خلک یو بل ته نږدې کړي او د ټولو هیوادونو ګټې چمتو کړي. 

 پزشکیان په دوام کې په دغه موضوع سره ټینکار چی که مونږ مسلمانان په رښتیا سره د وروڼو په توګه سره یو ځای شوي وای او د خدای، کتاب او زمونږ د پیغمبر د لارښوونو له مخې به یې اختلافات او تفرقې نه وای لرلې نو نن به صهیونیسټي رژیم د دغه شان جنایت جرات نه کاوه، زیاته کړه: صهیونیسټان او د هغوی ملاتړي د مسلمانانو په منځ کې د څو ډلو تر سیوري لاندې دغه ډول جنایتونه کوي. د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو د مخنیوي لپاره په ګډ اقدام او په ټولیزه توګه په ملګرتیا سره له هرډول امکاناتو کار اخیستل ضروري دي. 

 د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف هم په دغه کتنه کې څرګنده کړه: ایران ته د مرحوم ولسمشر د سفر په لړ کې د دواړو هېوادونو ترمېنځ ډېرې ښې موافقې وشوې او مونږ پوره باور لرو چې ستاسو په وړ انتخاب سره مونږ کولای شو خپلو مرستو ته دوام ورکړو. 

هغه وویل د دې موافقتنامې پلي کول او د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا په اړه وویل: موږ په صادقانه توګه چمتو یو چې د فیمابین اړیکو ښه کولو لپاره ستاسو جلالتماب سره همکاري وکړو. 

 هغه په ​​غزه او لبنان کې دصهیونیسټ رژیم جنایتونو شدت ته په اشارې سره څرګنده کړه: د غزې او لبنان حالات زمونږ او ستاسو او د نړۍ د ټولو خلکو ژوره او شریکه اندیښنه ده.

 د پیغام پای/