کابل- ایرنا- د افغانستان حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست وویل: هڅه کوو چې هېوادوالو ته غوره ارشادي او اوقافي خدمات وړاندې کړو.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت چارواکو نن چهارشنبه د تله ۴ مه په یوه خبرپاڼه کې د دغه وزارت د سرپرست مولوي نور محمد ثاقب د هیواد د ختیځ زون له ښاریانو سره د لیدنې او کتنې خبر ورکړی دی.

مولوي نورمحمد ثاقب وويل: د ارشاد، حج او اوقافو وزارت تل هڅه کوي، چې خپلو هېوادوالو ته د ارشاد، اوقافو، اداري او حج په څانګو کې په پوره اخلاص، صداقت او روڼتيا سره خپل خدمتونه وړاندې کړي او ټولو هغو چارو ته جدي پاملرنه وکړئ چې د هېواد او هېوادوالو په ګټه وي.

نوموړي د اسلام او شريعت په چوکاټ کې پر اخلاص، ايمانداري او تقوا ټينګار وکړ او له دولتي مامورينو يې وغوښتل چې له خپلو مراجعینو سره ښه چلند وکړي او د اسلامي امارت ټولو احکامو ته غاړه کېږدي او مجاهدينو ته ډېر درناوى وکړي ځکه چې اسلامي نظام د ددوی په فربانیو رامنځته شوى دی.

د پیغام پای/