کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت سرپرست او د روغتیا د نړیوال سازمان د دارالانشا مشر د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو د جوړولو په اړه خبرې وکړې.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د عامې روغتیا وزارت چارواکو نن چهارشنبه د تله ۴ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي، د روغتیا د نړیوال سازمان له مشرې مېرمن حنان عالمي البلخي، ایډوین سینیزا سلواډور، د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان مشر، او ډاکټر حامد جعفري، د ختیځ مدیترانې د پولیو د له منځه وړلو سره په آنلاین بڼه خبري کړي دي.

 په دې کتنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د روغتيايي خدمتونو د پراختيا، د افغان روغتيايي کارکوونکو د ظرفيتونو د لوړولو، په بېلابېلو روغتيايي برخو کې د متخصصينو د روزنې، په لرې پرتو سيمو کې د روغتيايي مرکزونو د جوړولو، د ساري ناروغيو د کنټرول او مخنيوي، د قانون د لا ښه تطبيق په باب، د پولیو واکسین او نور روغتیایی مسایل سره خبري وکړي.

 سرپرست وزیر مولوي نور جلال جلالي د بیړنیو او لنډ مهالو مرستو ترڅنګ د هېواد د روغتیايي نظام د پیاوړتیا او ثبات لپاره د اوږدمهاله مرستو او همکاریو غوښتنه وکړه او دغه مرستې یې د روغتیايي سیستم د ښه والي لپاره یو مهم او اړین ګام وباله.

 د روغتیا نړیوال سازمان د مشرې میرمن حنان البلخي د افغانستان د روغتیا په برخه کې د نړیوالو مرستو د جلبولو ترڅنګ په دې برخه کې پر دوامدارو اقداماتو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د افغانستان د روغتیايي سیستم پیاوړتیا یو مهم ګام دی او ډېر کار ته اړتیا لري.  نوموړي په دې برخه کې د افغانستان د عامې روغتیا له وزارت سره د همکارۍ ژمنه وکړه.

 د پیغام پای/