کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت په بادغیس ولایت کې د لرغونو اثارو د ویجاړولو د مخنیوي اعلان وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکو سه‌شنبه د تله ۳ مه په خپله خبرپاڼه کې اعلان کړی چې د دغه وزارت د لرغون پېژندنې ریاست مسلکي پلاوی په بادغیس ولایت کې د اثارو د تخریب د مخنیوي په موخه دغه ولایت د باغلر مغارو لرغونې سیمه ته سفر کړی دی. 

 په هغه ځایونو کې چې د سیلابونو له امله د مات شوي د خمو برخې لیدل کیده، دوی د دې نښو د لیرې کولو لپاره کیندنه پیل کړه او د باغلر مغارو په لرغونې سیمه کې د کیندنو په پایله کې، ٩ خمو او ٢ دستاس ډبرې کشف شوي.

 دغه اثار د پاکولو، اسنادو جوړونې، ساتنې او بیارغونې له بشپړیدو وروسته د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته وسپارل شول. خبرپاڼه زیاتوي: پر دغو اثارو سربېره د دغه ریاست ۵ شته د خټو او ډبرو اثار، چې پخوا له بېلابېلو لرغونو اثارو څخه دغه ریاست ته لېږدول شوي وو، د یوه مسلکي ټیم له خوا پاک، ساتنې او بیارغاونې ته وسپارل شول.

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د لرغونپوهنې رئيس ذبيح الله سادات وويل: د باغلر مغارو لرغونې سيمه دبادغيس ولايت يوه له مهمو لرغونو سيمو څخه ده چې د وروستيو کشفياتو له مخې په دې سيمه کې د خټو او تيږو اثار د اسلام څخه مخکې دوره په بېلابېلو برخو پورې اړه لري.

 هغه هيله څرګنده کړه چې په راتلونکي کې به د بغلان په لرغونې سيمه کې د موزيم د زياتو خزانو د کشف او ترلاسه کولو په موخه د استخراج او لرغون پېژندنې د څېړنې پروژه په لاره واچوي.

د پیغام پای/