Publish Date: ۲ تله ۱۴۰۳ - ۲۰:۳۵

کابل- ایرنا- رسنیو سرچینو د حزب الله له راکټي بریدونو وروسته د اشغال شوي فلسطین په شمال کې د حیفه بندر د تړلو اعلان وکړ.

د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې، صهیونیسټي رسنیو د یکشنبې په شپه خبر ورکړ چې د حیفه بندر په دغه سیمه او د اشغال شوي فلسطین په شمال کې په نورو سیمو باندې د حزب الله له خوا د سختو راکټي حملو له امله وتړل شو.

د لبنان حزب الله د یکشنبې په سهار اعلان وکړ چې د «فادي ١» او «فادي ٢» توغندیو سره یې د «رافایل» وسلو تولید شرکت د اسراییل نظامي تاسیسات په نښه کړي دي.  دصهیونیسټ رژیم رسنیو هم د یکشنبې په سهار خبر ورکړ چې له لبنان څخه څه دپاسه شل توغندی توغول شوی دی او د اور وژونکو ډلې د اشغال شوی فلسطین په مختلفو سیمو کې له اور سره مقابله کوی.

صهیونیسټی ورځپاڼی «معاریو» د اشغال شویو سیمو په شمال کې د حزب الله له حملو څخه د صهیونیسټانو د ویره په باره کې ولیکل: حتی په ۲۰۰۶ میلادی کال کې په ۳۳ ورځنی جنګ کې هم مونږ دغه اندازه اورونه په «کریات بیالیک» د حیفه په څنډه سیمو کې د راکټي بریدونو له امله نه و لیدلی.

 دغه صهیونیسټي رسنۍ په حیفه کښې د عیني شاهدانو له قوله زیاته کړه: مونږ د حزب الله د حملې په انتظار وو خو فکر مو نه وو چې حمله به دومره قوي وي.

 د پیغام پای/