کابل- ایرنا- د هېواد د پوهنتونونو یو شمېر استادانو د سرپرست حکومت د ریاست الوزرا د دفتر رئیس سره وکتل او ویې ویل چې د رژیم بدلون باید د مغزو او کارپوهانو د تېښتې لامل نه شي.

 په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، ارګ نن دوشنبه د تله ۲مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان د ریاست الوزرا د دفتر رئیس ملا عبدالواسع د هېواد د پوهنتونونو له یو شمېر استادانو سره وکتل. 

دغو استادانو د امارت د ادارې د لا پياوړتيا غوښتنه وکړه، هغوی وويل چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او ټول افغانان دنده لري چې د هېواد د ابادۍ او پراختیا لپاره کار وکړي او موږ استادان هم په دې برخه کې خدمت ته چمتو يو.

دوی په دې باندې په ټینګار سره چې د کار خوندیتوب یو اصل دی، یادونه وکړه چې د نظام بدلول باید د دې لامل نه شي چې مغزو او متخصصین له هیواد څخه وتښتي.

 د ریاست الوزرا د دفتر عمومي رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع وویل: تاسو خپل ټول ژوند د هیواد د بچیانو د ښوونې او روزنې لپاره وقف کړی، موږ ستاسو د پلانونو او وړاندیزونو له وړاندې کولو څخه مننه کوو. 

 هغه زیاته کړه افغانستان له څه دپاسه څلور لسیزو راهیسې په جګړه او ګډوډۍ کې ژوند کوي او په تېرو شلو کلونو کې د تېرې ادارې چارواکو یوازې د بهرنیانو د خوشالولو او د شتمنیو د ترلاسه کولو هڅه کړې ده. 

عبدالواسع وویل: د اسلامي امارت دروازه د ټولو افغانانو پر مخ خلاصه ده، د هر چا ستونزې اوریدل کیږي او د شته امکاناتو په چوکاټ کې یې حل ته پاملرنه کیږي.

د پیغام پای/