کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مرستیال چې د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي سرود د درناوي لپاره پورته نه‌ دي شوي وو، د ایران له حکومت او خلکو بښنه وغوښته.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مرستیال مولوي عزیزالرحمن منصور د جمعې په ورځ د وږی په ۳۰مه نېټه په یوه ویډیويي پیغام کې د ایران له حکومت او ملت څخه د دغه هیواد د ملي سرود د نشراتو پر مهال په اسلامی وحدت په کنفرانس کې د نه پورته کېدو له امله بښنه وغوښته. 

 عزیزالرحمن منصور وویل: په کنفرانس کې زما ناسته زموږ د دود له مخې وه، زموږ په هېواد کې چې سندرې وایو، ناست یو. ما هغه دود تعقیب کړ.  هغه زیاته کړه: «موږ ایران لږ نه غواړو. ایران زموږ ملګری دی او زه له هغو کسانو بخښنه غواړم چې دوي ته ازار رسولي دي.»

 د ایرنا په وینا، په تهران کښې د اسلامی وحدت کنفرانس په دویمه ورځ د افغانستان د سرپرست حکومت استازی د ایران د اسلامی جمهوریت د ملی سرود په درناوۍ سره پاڅید.

د پیغام پای/