کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د اقتصادي معاونيت په دغه هېواد کې د غنمو په حاصلاتو کې ۱۳ سلنه زیاتوالی اعلان کړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي،  د افغانستان د سرپرست حکومت د اقتصادي مرستیال د رسنیو دفتر د جمعې په شپه د وږی په ۳۰ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې په روان لمریز کال کې د غنمو حاصلات د تېر کال په پرتله ۱۳ سلنه زیات شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوی: بزګرانو ته د ۷۰ زره تنه اصلاح شویو تخمونو وېش، د کرنیزو کانالونو جوړول او بیارغونه، کروندګرو ته د کیمیاوی سرې وېش، د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د کوچنیو بندونو جوړول، د کوکنارو د کښت مخنیوی او د بدیل معیشت په توګه د غنمو کرل، کروندګرو ته د کرنیزو درملو ویش، د غنمو د قاچاق مخنیوی، د غنمو د ذخیره کولو لپاره د سیلونو فعالول، له کروندګرو څخه په مناسبه بیه د اضافي غنمو اخیستل او د تېر کال په تناسب په کروندو کې د غنمو تر شپږ سلنې زیات د کښت د سږ کال د غنمو حاصلات د زیاتوالي لاملونه دي.

د پیغام پای/