کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت په کابل کې د نشه يي توکو د پلور، لېږد او کارولو په تړاو د ۲۵ کسانو د نیولو خبر ورکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت چارواکو نن پنجشنبه د وږی په ۲۹ مه په خپله خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې له نشه‎يي توکو سره د مبارزې پولیسو له بېلابېلو سیمو څخه د نشه‎يي توکو د پلور، لېږد او استعمال په تړاو د کابل ښار په مربوطاتو کې ۲۵ تنه نیولي دي او له دوى څخه يوه اندازه چرس او دوه زره نور نشه‌يي تابلیت ترلاسه کړي دي.

 خبرځاى زياته کړه: پوليسو په يوه جلا عملياتو کې دکابل ښار له مربوطاتو څخه ٢٩ تنه په نشه يي توکو روږدي کسان نيولي او ددرملنې لپاره يې دکمپ اميد روغتيايي مرکز ته ليږدولي دي.

 د پیغام پای/