کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت له خصوصي سکتور سره پر وارداتي مېوو د تعرفې د لوړولو په اړه سلا مشورې اعلان کړې.

 په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله،  د افغانستان د سرپرست حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارواکو نن یکشنبه د وږی په ۲۵ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیت په اړه به مشورتي غونډه جوړه کړي.

 خبرځاى زياته کړه: د افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزيت په اړه دغه مشورتي غونډه د دغه وزارت د صنايعو او سوداګرۍ معین مولوي احمدالله زاهد، د صنعت او تجارت وزير نورالدين عزيزي په مشرۍ او د خصوصي سکتور او د سکتوري خونو د غړو په ګډون جوړه شوه.

 په دې غونډه کې له پاکستان څخه هند ته د افغانستان پر صادراتي توکو د ۲ سلنه لوړ تعرفې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د ښه کولو لپاره د افغان – پاکستان د ګډې خونې پر رول او د اساسي حل لارو د لټولو لپاره د ګډې کمېټې پر جوړېدو خبرې وشوې.

په تورخم کې له قبایلو سره د خبرو لپاره د خصوصي سکتور د کمېټې پر جوړولو هم خبرې وشوې.  په دې غونډه کې د سکتوري خونو له غړو سره پر وارداتي مېوو د تعرفې د لوړېدو په اړه سلا مشورې وشوې.

 د صنعت وزارت په دې اړه نور جزئیات ورنه کړل، خو ویې ویل، چې د غونډې ګډونوالو خپل نظریات او تخنیکي وړاندیزونه د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مشرتابه سره شریک کړل.

 د پیغام پای/