په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، نن د شنبې په ورځ د وږی د میاشتې په ۲۴ مه نیټه د افغانستان سرپرست حکومت د فاریاب ولایت د پشتونکوټ، ګرزیوان او بلچراغ ولسوالیو او د جوزجان ولایت درزاب او قوش تپه ولسوالیو ته د حکومت د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د سفر خبر ورکړ.
اداري مرستیال د یادو ولسوالیو له علماء کرامو،مجاهدینو، سپين ږيرو او د خلکو له بېلابېلو اقشارو سره وکتل. د سیمې اوسېدونکو د ټولنیز، اقتصادي او امنیتي وضعیت په اړه اداري مرستیال ته معلومات ورکړل او د خلکو د امنیت او هوساینې په برخه کې یې د اسلامي امارت د مسؤلینو هڅې وستایلې.
دوی زياته کړه، چې اوس مهال د يادو سيمو خلک په ارامۍ سره خپلې ورځنۍ چارې پرمخ وړي او د امنيت په اړه هېڅ اندېښنه نه لري.
دوی د انکشافي پروژو پیلول، د کاري فرصتونو رامنځته کول، روغتیايي کلینیکونه، ښوونې او روزنې او د سړکونو ترمیم ته اشاري وکړه او د اسلامي امارت له مسؤلینو یې وغوښتل چې په دې برخو کې ځانګړې پاملرنه وکړي.
اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل: دا د ډیر ویاړ ځای دی چې زه ستاسو د متقی او مجاهد ولس په منځ کې حضور لرم او ستاسو له اتلو او شهیدانو سره له نږدې لیدنه کوم.
مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړه: د اسلامي امارت مسؤلین خپل وظیفه او مسئولیت درک کوي چې د اړتیا په وخت کې د هیواد له بیلابیلو سیمو څخه لیدنه وکړي او د افغان ولس له ستونزو او ننګونو څخه ځان خبر کړي.
نوموړي د علماوو، مجاهدينو او مخورو له لوري راپورته شويو ستونزو ته په اشارې سره وويل: اسلامي امارت د يوه حکومت په توګه هڅه کوي تر څو د هېوادوالو اړتياوې، ستونزې او ننګونې په ګوته کړي او د حل لپاره يې لازم تدبيرونه ونيسي.
د پیغام پای/