کابل- ایرنا- د سویلي افریقا ولسمشر اعلان وکړ چې هیواد به یې راتلونکې میاشت په لاهه کې د فلسطین په وړاندې د اسراییلي رژیم د نسل وژنې په اړه په سلګونو پاڼو کې حقایق او اسناد وړاندې کړي.

د ایرنا خبری اژانس د رپوټ له مخې د جنوبی افریقا ولسمشر«سیرل رامافوسا» نن شنبه د وږی په ۲۴مه نېټه د فلسطینیانو په وړاندي د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو په اړه د جنوبی افریقا د شکایت په هکله د دغې پوښتنې په ځواب کښې زیاته کړه: جنوبی افریقا په راتلونکې میاشت کې به د صهیونیسټ رژیم پرضد د فلسطینیانو د نسل وژنې په اړه د شکایتونو د تائید لپاره په سلهاو پاڼو کښې یو کتاب خپور شی چې محکمې ته وړاندې شوی دی.

هغه وويل: موږ د دغو قضيو په تعقيب کې کلک هوډ لرو او راتلونکې مياشت به خپل حقايق او شواهد د لاهه محکمې ته وړاندې کړو.

رامافوسا زیاته کړه: د دغه لوی حجم د نندارې لپاره چې سل مخونه لري، چمتووالی روان دی.

هغه زیاته کړه: موږ اوس هم وایو چې د فلسطین د خلکو په وړاندې د اسرائیلو نسل وژنه باید ودرول شي، اوربند وشي او بیا دې یرغمل شوي (په غزه کې صهیونیسټان) بیرته راستانه شي.

 له دې مخکې د جنوبي افریقا د ولسمشر دفتر د تېرې اونۍ د چهارشنبې په ورځ په یوه بیانیه کښې اعلان وکړ چې د صهیونیسټي رژيم د نسل وژنې دوسیه به د لاهه په محکمه کښې د فیصلې تر صادریدو پورې تعقیب کړي او هیله یې څرګنده کړه چې اسراییل به موقتي لارښوونو ته غاړه کیږدي.

د سویلي افریقا د ولسمشر دفتر په دې اعلامیه کې زیاته کړې چې موږ اراده لرو چې د لاهه محکمې ته حقایق او شواهد وړاندې کړو ترڅو ثابته کړي چې اسراییل په فلسطین کې نسل وژنه کړې ده.

د آکسیوس ویب پاڼې دمخه د اسراییلو د بهرنیو چارو وزارت د لیک په اساس راپور ورکړی و چې تل آویو د متحده ایالاتو کانګرس ته لابی کوي ترڅو په سویلي افریقا فشار راوړي ترڅو د عدالت نړیوالې محکمې (ICJ) کې خپله قضیه پریږدي.

 د پیغام پای/