د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعانی د افغانستان په غور ولایت کښې د کربلا په زیارت کوونکو باندې د داعش ترهګرې ډلې جنایتکارانه حمله په کلکه وغندله.
همدا راز یې د شهیدانو کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کړل او ټپیانو ته یې د لوی خدای له درباره د عاجلې روغتیا غوښتنه وکړه.
کنعانی د تروريزم ضد د مسوولو مقاماتو د اقداماتو د ملاتړ په ترڅ کې د دغه جنايت د عاملينو د مجازات لپاره د فوري اقداماتو غوښتنه وکړه.
د ایرنا په وینا، داعش ترهګرې ډلې په ټیلیګرام کښې د یوې مطلب په خپرولو سره په غور ولایت کښې په ملکی خلکو د وسله وال برید مسئولیت په غاړه واخیست او ادعا یې وکړه چې په دغه برید کښې ۱۵ کسان وژل شوی او شپږ نور ژوبل شوی دی.
د داعش ترهګرې ډلې ویلي دي چې دا برید يي د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د مرکزي ولایت دایکندي او غور سیمو ترمنځ د قاریودال په کلي کې ترسره کړي دی.
د پیغام پای/