په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن پنجشنبه د وږی په ۲۲ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د دغه وزارت سرپرست سراج الدین حقانی د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیال باجیل مشاو سره په کابل کې لیدنه کړې ده.
په دې کتنه کې مشاو وويل: د ملګرو ملتو او د اسلامي امارت ترمنځ اړيکې ټينګې شوې دي. نوموړي له افغانستان سره د مرستو پر دوام هم خبرې وکړې.
سراج الدين حقانی ډاډ ورکړ، چې په ټول هېواد کې امنيت تامين دى او د ملګرو ملتونو غړي او يا د کومې بلې مرستندويه موسسې کارکوونکي کولى شي په خوندي ډول خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړي.
د پیغام پای/