کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو د وزارت د دریمې سیاسي څانګې مشر وویل: د ټاپي پروژه له ۲۳ کلن ځنډ وروسته د هغو کسانو له خوا پرانیستل شوه چې په شل کاله په بند، مظلوم او محکوم وو.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو د وزارت د دریمې څانګې مشر ذاکر جلالي نن پنجشنبه د وږی ۲۲مه په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي: د سپټمبر تر سپټمبر، دا ځل به د سپټمبر ۱۱مه په داسې وخت کې راځي چې د نيويارک او واشنگټن پيښي دوه ديرش کاله مخکي بوش ته په افغانستان کي د بريد لپاره پلمه ورکړ.

جلالي لیکلي: ۲۳ کاله وروسته به د سپټمبر په ۱۱ مه د ټاپي پروژې عملي کار په افغانستان کې له دوه لسیزو ځنډ د هغه کسانو په لاسونو کي پیل شول، چې په شل کاله یی په بند، مظلوم او یا محکوم وه.

 د ایرنا په وینا، د ټاپي پروژې عملي کار له ترکمنستان څخه افغانستان، پاکستان او هند ته د افغانستان په خاوره کې د ګازو د انتقال د پایپ لاین د غځولو عملي کار پرون د افغانستان او ترکمنستان د سرپرست حکومت د لوړپوړو چارواکو له خوا پرانیستل شو.

د پیغام پای/