د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې، د منځني ختیځ لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې مشر فیلیپ لازاریني نن سه شنبه د وږی ۲۰مه وویل: اسراييلي ځواکونو د ملګرو ملتونو هغه کارکوونکي نيولي او ګواښلي يې دي چې په غزه کې د پوليو واکسين لپاره موجود وو او دا لا څرګنده نه ده چې د پوليو واکسين پروژه به سبا د غزې په شمالي برخه کې ترسره شي او که نه.
په ایکس باندې په یوه پیغام کې، لازاریني لیکلي: د ملګرو ملتونو کاروان د غزې د وادي پوستې څخه سمدستي وروسته د ملګرو ملتونو د کارمندانو د نیولو او د وسلو په زور د ګواښ سره ودرول شو او زیاته یې کړه چې «بلدوزرونو د ملګرو ملتونو موټرو ته سخت زیان اړولی.»
هغه زیاته کړه: له دغه کاروان سره تلونکي فلسطینیان او نړیوال کارکوونکي تر اتو ساعتونو زیات بندیان وو، خو اوس خوشي شوي او په خوندي توګه د ملګرو ملتونو اډې ته راستانه شوي دي.
د پیغام پای/