کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت سرپرست وايي: دوی به د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو او د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو ته ډېره پاملرنه به وکړي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت چارواکو نن سه‌شنبه د وږی په ۲۰مه، لوګر ولایت ته د دغه وزارت د سرپرست مولوي نور جلال جلالي د سفر خبر اعلان وکړ.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر د دغه سفر په ترڅ کې د لوګر په ولایتي روغتون کې د روغتیايي خدمتونو له وړاندې کولو څخه لیدنه وکړه.

مولوي نورجلال جلالي د دغه روغتون له ټولو روغتيايي څانګو څخه ليدنه وکړه او په روغتون کې يې له ناروغانو سره وکتل.

خبرپاڼه زیاتوي: نوموړي د دغه روغتون روغتیايي کارکوونکو ته د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې لازمې هدایتونه ورکړل او ډاډ یې ورکړ، چې د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو او د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو ته به جدي پاملرنه وکړي.

 د پیغام پای/