په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان د سرپرست حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارواکو نن چهارشنبه د وږی ۱۴ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د هېواد د خصوصي سکټور له استازو سره د ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز څخه د اغیزمنه ګټه اخیستنه لپاره کې مشورتي غونډه وکړه.
د هېواد د خصوصي سکتور استازو د سوداګرۍ او پانګونې بهیر د اسانتیا په موخه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د رهبرۍ له هڅو د منني ترڅنګ، د ترمذ د نړیوال سوداګریز مرکز جوړېدل د هېواد د سوداګرۍ لپاره مهم او ګټور وباله او له دغه مرکز څخه د اغېزمنې استفادې په اړه یې خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل.
نورالدين عزيزي د ترمذ نړيوال سوداګريز مرکز د صادراتي توکو د پروسس او بسته بندۍ او د هېواد د اړتياوو د پوره کولو په برخه کې اغېزمن وباله او ويې ويل: دغه مرکز ته د سوداګرو او پانګوالو معرفي کول د صنعت او سوداګرۍ وزارت له خوا ترسره کېږي.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست د هېواد د صادراتي توکو د اعتبار پر ساتلو ټینګار وکړ او له ټولو صادرونکو څخه یې وغوښتل چې په خپلو صادراتو کې د هدف هېوادونو معیارونه په پام کې ونیسي تر څو د افغانستان صادرات پیاوړي شي.
خبرنامې زیاته کړه چې د دې غونډې په پایله کې د سکتوري خونې او د غالیو د تولیدونکو او صادرونکو اتحادیې له استازو څخه ۵ تنه د بلخ ولایت له مشرتابه سره د خبرو په موخه د همغږي کوونکي په توګه وټاکل شول.
د پیغام پای/