کابل- ایرنا- په کابل کې د چین د سفارت مرستیال په نړیوالو غونډو کې له افغانستان سره د خپل هېواد د ملاتړ ډاډ ورکړ.

 په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنيو چارو وزارت چارواکو د سنبلې په وږی ١٣مه، د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د دغه وزارت سياسي مرستيال شېر محمد عباس ستانکزي د چين سفارت مرستیال باو ژو هوی سره د ليدلي دي.

 په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او چین ترمنځ د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او د سیمې د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې.

 د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال له افغانستان سره د چين له مرستو څخه د مننې په ترڅ کې د افغانستان او چين دوه اړخيزې اړيکې مهمې وبللې او د لا پياوړتيا هيله يې څرګنده کړه. د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا او دوام ټینګار وکړ او د متقابلو ګټو تعقیب یې مثبت وباله.

 باو د افغانستان او چين ترمنځ د دوه اړخيزو همکاريو او په بېلابېلو برخو کې د پرمختګونو يادونه وکړه او ويې ويل: هېواد يې غواړي چينايي سوداګر په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي او له افغانستان سره يې د خپل هېواد د اړيکو پياوړتيا ارزښتناکه وبلله. 

 نوموړي ډاډ ورکړ چې هېواد به يې په نړيوالو غونډو کې د اسلامي امارت ملاتړ ته دوام ورکړي.

 د پیغام پای/