کابل- ایرنا- د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران په نمایندګۍ د ولی فقیه د همغږی مرستیال وویل: د ایران اسلامی جمهوریت به په مناسب وخت او په دقیق صورت کی په خپله خاوره کښې د شهید هنیه د وینې او د صهیونیسټانو د ترهګري اقدام غچ خامخا واخلي.

د ایرنا په وینا، ستر جنرال فرجیان‌زاده د سه شنبې په ورځ په همدان کې د کوې محمدیه د ۲۷ شهیدانو د یاد په مراسمو کې وویل: د مقاومت جبهې ځواکونه د امام راحل او د شهیدانو په مدرسو کې روزل کیږي چې د مقاومت جبهه یې په سیمه کې لومړی حرف وايي.

 هغه څرګنده کړه: د حماس مقاومت جبهي، د یمن انصارالله او د لبنان حزب الله د ایران له شهیدانو څخه د مقاومت درس زده کړی دی چې له همدې امله یې اسرائیلو ته د ماتې خوند درکړي چې بالاخره د صهیونیسټ رژیم او د هغو د ملاتړو په وړاندې وروستۍ بریا ده.

 په سپاه پاسداران انقلاب کښې د ولی فقیه د نمایندګۍ د هماهنګۍ مرستیال وویل: نن ورځ اسلامی انقلاب د سیمې د هیوادونو لپاره د مقاومت یوه نه هیریدونکې بیلګه ګرځیدلې ده او دښمنان نشی کولای د اسلامی انقلاب د قربانیو او زړورتیا له کلتور سره مقابله وکړی ځکه چې دا ماډل له سرحدونو څخه هاخوا تللی دی.

 ستر جنرال فرجیان زاده یادونه وکړه: نن ورځ د هیواد عزت، خپلواکي او استقلال د شهیدانو په وینو او همدارنګه د ټولني استقامت او پر ځان بسیاینه د شهیدانو د سیرت د پیروي پایله ده.

د پیام پای/