کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د پوهنې وزارت په هرات کې د پوهنې لپاره د دوه جریبه ځمکې د وقف اعلان وکړ.

 په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان د سرپرست حکومت د پوهنې وزارت چارواکو یکشنبه د وږی په ۱۱ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د دغه ولایت د زاول ولسوالۍ د عزیزآباد، باغدشت، مهاجرآباد، زوری‌آباد، بهبود خان، نصرت‌آباد، خواجه عرب، زورآباد، محمد‌آباد او رحیم‌آباد کلیو اوسېدونکو د پوهنې په برخه کې د ٣٣٠ زره افغانيو په ارزښت يوه ځمکه مرسته وکړه.

د دوى په وينا، د دې ځمكې مساحت دوه جريبه دى، چې په خپله اړونده ولسوالۍ كې د يوه ښوونځي د جوړېدو په موخه معارف ته وركړل شوې وه.  د پوهنې وزارت رهبري د هرات ولایت د زاول ولسوالۍ د اوسېدونکو په ګډون د هېواد د علم دوستو خلکو د ملاتړ قدرداني او هرکلی وکړ.

د پیغام پای/