په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد یکشنبه د وږی په ۱۱ مه په خپله ایکس پاڼه کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي: د دغه وزارت د سرپرست مولوي امیر خان متقی په مشرۍ د کامرون جمهوریت په پلازمینه یاوندي ښار کې د اسلامي همکاریو د سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو د شورا د پنځوسمې غونډې په ترڅ کې د اسلامي هیوادونو له استازو سره د ایران، سعودي عربستان، ترکیې، قطر، اذربایجان، اندونیزیا، فلسطین، سومالیا، او عمان په جلا توګه لیدنه وکړه.
په دې ليدنه کې دواړو لورو د دوه اړخيزو اړيکو د پياوړتيا او له اړوندو خواوو سره په بېلابېلو برخو کې د همکاريو د نويو فرصتونو په رامنځته کولو خبرې وکړې.
د پیغام پای/