کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وايي، که پر فلسطینیانو د اسرائیلو له ظلمونو بند ونه کړو او دایمي حل لاره ورته ولټوو، نه خدای به مو بخښي او نه هم خلک.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله،  د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د اسلامي همکاریو د سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې د دغه وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقی وینا خپره کړه.

 په دغه کتنه کښې امیر خان متقی وویل: دا بې انصافی ده چې د اسلامی نړۍ د بهرنیو چارو د وزیرانو په دغه غونډه کښې د فلسطین مسئله مطرح نه کړم چې د اسلامی ملګرتیا د سازمان د شتون فلسفه ده.  په تیره یوه پیړۍ کښې د فلسطین د خلکو او خاورې د تباهۍ لپاره جنګ روان دی او په تیره بیا له تیر یو کال راهیسي د فلسطین مظلوم ولس د غاصب صهیونیسټی رژیم له قصدی او نظامی حملې سره مخامخ شوی دی چې دا کار په تاریخ کې بې ساری او حشیانه نسل وژنه ده. 

 هغه زیاته کړه: په فلسطین کښې د اسراییلو له جنایت څخه د څه د پاسه یو کال په تیریدو سره، نړیوال نظم نه یوازې د ظالم لاس نه دی نیولی، بلکې د ظالم په خلاف له مالی، پوځی او تبلیغاتی لحاظه د ظالم ملاتړ کوی.

دا حالت په هیڅ صورت د توجیه وړ نه دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست څرګنده کړه: د فلسطین مسئلې ته د سمدستي، عادلانه او دایمي حل لارې موندل او د دې مسئلې د عملي کولو لپاره د ټولو سیاسي ارادې، همغږي او لازمو اسانتیاوو پیدا کول د نړۍ د ټولو بشردوستانه هېوادونو په خاص صورت د اسلامي نړی مسوولیت دی. 

 هغه ټینګار وکړ که چیرې مونږ د اسلامی همکاریو د سازمان غړی هیوادونه دغه مسله حل نکړو او په فلسطین کښې د اسرائیلو د ظلمونو مخه ونیسو نو نه خدای او زمونږ خلک به مونږ بخښی.

 متقی د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې وویل: خوښ یم چې د اسلامي همکاریو د سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د خپل هیواد افغانستان د استازي په توګه ګډون کوم چې افغانستان د لویدیځ له پوځي او فکري یرغل څخه په بشپړه توګه خلاص شوی دی او په دې هیواد کې د قدرت جزیرې لرې شوې، او ټوله هیواد د مرکزي حکومت په لاس کې ده.

هغه څرګنده کړه: افغانستان له څو لسیزو وروسته له بشپړ امنیت او ثبات څخه برخمن دی، په دولتي ادارو کې فساد له منځه تللی، د هر ډول نشه یي توکو کښت او تجارت په بشپړه توګه بند شوی، د افغانستان ملي بودیجه سل په سلو کې له کورنیو عوایدو تمویلیږي او افغانستان اوس د یو امنیتي ځواک خاوند دی چې د هیواد د ازادۍ او ثبات ساتنه کوي او د هیواد د ثبات په لور خپل رغنده رول لوبوي. 

 د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وویل: افغانستان چې له څو لسیزو جګړو ځپلی، له ستونزو سره هم مخ دی، د امریکا متحدو ایالتونو د افغانستان د میلیاردونو ډالرو شتمنۍ بندې کړې دي.  په افغانستان باندې غیر عادلانه اقتصادي بندیزونه لګول شوي، د هغې د پیژندلو مشروع حق په ناحقه له هغې څخه اخیستل شوی، او په نړیوالو تخصصی سازمانونو کې د هغې د استازیتوب حق نه ورکول کیږي. 

 مولوي امیرخان متقی د اسلامي همکاریو له سازمان څخه وغوښتل چې د افغانستان د بهرنیو اسعارو د زیرمو د خلاصون لپاره جدي هڅې وکړي او د افغانستان د اسلامي امارت د مشرانو د سفر محدودیتونه لرې کړي.  

هغه وویل، دغو بندیزونو د افغانستان اقتصادي وده، سیمه ییزه سوداګري او دوه اړخیزې او څو اړخیزې اړیکې یې کمه کړې دي، موږ هیله مند یو چې د جګړې وخت چلند د سولي وخت سره بدل شي.

ایا دا منطقي ده چې کوربه هیواد د یو هیواد د بهرنیو چارو د وزیر د بلنې له امله د ملګرو ملتونو اجازې اخیستلو ته اړ شي؟ ایا دا ډول چلند په زوره د نړیوال حاکم نظام انصاف تر پوښتنې لاندې نه راولي؟ هغه ټینګار وکړ چې افغانستان د اسلامي همکاریو د سازمان د غړي په توګه د نړۍ له ټولو هېوادونو سره مثبت نظر لري او له هغوی څخه د مثبتو تعامل غوښتنه کوي.

د پیغام پای/