په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په وینا، د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکو نن یکشنبه د وږی په ۴ مه په یوه خبرپاڼه کې د دغه وزارت د نشراتو مرستیال مولوي ضیاالحق حقمل د خبریالانو او د رسنیو له مسوولینو سره د کتنې خبر ورکړ.
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت معين مولوي ضياالحق حقمل دخبريالانو او رسنيو مسوولينو ته دفرهنګي مسووليتونو په باب معلومات ورکړل او زياته يې کړه: داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له خبريالانو او درسنيو مسوولينو سره هراړخيزه همکارۍ ته ژمن دى او هڅه کوي چې رسنۍ د معلوماتو ته د لاسرسي له ستونزو سره مخامخ نه شي.
هغه زیاته کړه: رسنۍ باید د اسلامي امارت پالیسي په نظر کې ونیسي، په خپلو خپرونو کې د خلکو شخصي حریم ته درناوی وکړي او لاسته راوړنې او پرمختګونه منعکس کړي. ورپسې د رسنیو استازو خپلې ستونزې شریکې کړې او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې یې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.
د پیغام پای/