په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت چارواکو نن سې شنبه د چنګاښ په ۳۰مه په خپله خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني ننګرهار ته د خپل سفر په ترڅ کې له عمري کمپ څخه لیدنه وکړه او د زیانمنو شویو کسانو ستونزې یې واورېدې.
ده وويل: ډېر ژر به کمپ ته نوې خيمې او د اړتيا وړ توکي ولېږدوي.
په ورته وخت کې د کډوالو چارو وزارت سرپرست په تورخم کې اته امبولانسونه، د اوبو ټانکرونه، یوه پیکپ لارۍ او یو شمېر خیمې چې د چین حکومت له خوا مرسته شوې وې، په تورخم کې چارواکو ته وسپارلې.
خلیل الرحمن حقاني په تورخم کې د عمري موقتي کمپ، د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو له ریاست او همدارنګه هلته د همکارو موسسو له بیلابیلو دفترونو څخه لیدنه وکړه او د عمري کمپ د بیا رغولو ډاډ یې ورکړ.
د پیغام پای/