د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، نیویارک ټایمز نن سې شنبه د چنګاښ په ۳۰مه لیکلي: د بې پیلوټه الوتکې برید چې پر تل آویو یې برید کړی، داسې ښکاري چې د «صماد ۳» بله نسخه ده.
دې ورځپاڼې خپل اعتراف ته دوام ورکړی او لیکلي یې دي: دغه ډرون د صماد ۳ په پرتله د تیلو په لوی ټانک او انجن سمبال و چې له دفاعي سیستم څخه تښتیدلی او د تل آویو ته د الوتنې ورته اجازه ورکړي وه.
په پاى کې، نيويارک ټايمز دا پوښتنه زياته کړه چې آيا بې پيلوټه الوتکه د استتار الوتکې نوې بېلګه ده.
د ایرنا د خبر له مخې د یمن وسله والو ځواکونو د جمعې په ورځ د جولای د ۲۹مې نیټې په سهار په تل آویو کښې د نیواک په ښار کښې د «یافا» په نوم یوې نوې او یرغلګرو بې پیلوټه الوتکې حمله وکړه چې په نتیجه کښې یې یو صهیونیسټ شهید او اته نور ژوبل شول.
د پیغام پای/