کابل- ایرنا- د افغانستان د حکومت د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ له کانونو څخه لیدنه وکړه.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو نن سې شنبه د چنګاښ په ۳۰مه په خپله خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د دغه وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري د یوه پلاوي په مشرۍ د دغه ولایت د کانونو د استخراج له بهیر څخه د لیدنې او څارنې په موخه سرپل ولایت ته سفر کړی دی.

 د بلخاب په ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو کان.
نوموړي په میدان وردګو ولایت کې د ډبرو سکرو د لوی مارکېټ له ساحې څخه چې د ملي پراختیایي شرکت له خوا جوړیږي لیدنه وکړه او بیا نوموړي بلخاب ولسوالۍ ته خپل سفر ته دوام ورکړ او په لاره کې يې هغه سړکونه وڅارل چې د ملي پرمختيايي شرکت له خوا ترميم او بيارغول شوي دي او د سمنګانو ولايت له دره صوف ولسوالۍ او د سرپل ولايت له بلخاب سره باميان نښلوي.

دغه پلاوي د بلخاب ولسوالۍ د ګلورز او ګواخ د ډبرو سکرو له کانونو څخه څارنه وکړه او د دې ولسوالۍ د ډبرو سکرو د استخراج په برخه کې یې د ملي پراختیایي شرکت د فعالیتونو قدرداني وکړه.

خبرځاى زياته کړه: ملي پراختيايي شرکت له هغه وخت څخه د سرپل ولايت په بلخاب ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو د استخراج او پلور مسووليت په غاړه لري او په دې موده کې يې د ډبرو سکرو د استخراج او ساختماني چارو په برخه کې اغيزمن فعاليتونه پيل کړي دي. 

د پیغام پای/