کابل- ایرنا- د افغانستان د موقت حکومت د اقتصاد وزیر مرستيال وویل: د افغانستان شیعه ګان به هیڅ فراري فرصت طلبه ته اجازه ورنکړي چې تاوتریخوالی رامنځته کړي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان د سرپرست حکومت د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري نن پنجشنبه د چنکاښ ۲۸مه په خپله فسبوک پاڼه کې لیکلي: شیعه ګان فریب به و نه خوری، کومې ناکامې کړۍ او عناصر غواړي چې شیعه ګان له اسلامي امارت سره تګر کړي؟

نظري لیکلي: زموږ خلک بیدار او هوښیار دي. هغه به هیڅ فراري فرصت طلبه ته اجازه ورنکړي چې د هزاره او شیعه ټولنې او اسلامي امارت تر منځ تاوتریخوالی او ټکر رامنځته کړي. موږ د هیواد د پرمختګ لپاره په ګډه کار کوو.

دغه لوړپوړي دولتي چارواکي ټینګار وکړ؛ هیڅ استعماري ځواک نشي کولی متحد ملت مات کړي. یووالی زموږ د ملت د بریا کیلي ده؛ راځی چی خپل ملی یووالی نور هم پیاوړی کړو تر څو یو پیاوړی، پرمختللی او افغانستان ولرو.

د اقتصاد وزارت مرستیال د اشرف غني د حکومت د ملي دفاع د وزیر یاسین ضیا په تړاو د هغو بندیانو د اعترافاتو ویډیو شریکه کړې چې وايي، د کابل ښار په پنځمه حوزه کې په تخریبي فعالیتونو بوخت وو او په دې وروستيو کې يې د یاسین ضیا په امر د امام حسين (ع) د عزا بيرغونه ښکته کړل.

د پیغام پای/