کابل – ایرنا – د افغانستان د حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست وویل: افغانستان د پانګونې د جلبولو تر ټولو لوی ظرفیت لري.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان د سرپرست حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارواکو نن پنجشنبه د چنکاښ ۲۸ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د ترکیې جمهوریت د متشبثینو او د اخلاقو له ټولنې سره وکتل.

دواړو لورو د تاریخ په اوږدو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو او د سوداګرۍ او صنایعو پر پیاوړتیا د ټینګار ترڅنګ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا خبرې وکړې.

نورالدین عزیزي افغانستان د سیمې له هېوادونو سره د نښلولو نقطه وبلله او د هغو سکتورونو په اړه یې معلومات وړاندې کړل چې افغانستان د پانګونې د جلب او جذب په برخه کې خورا زیات ظرفیت لري او د بریالیتوب لوړه کچه یې هم په کې ده.

د صنایعو او سوداګرۍ وزیر مرستيال احمدالله زاهد وویل: موږ د ترکیې جمهوریت په ګډون له اسلامي هېوادونو څخه د همکارۍ او ښو اړیکو تمه لرو.

دغه راپور زیاته کړه: د ترکیې دغه ټولنی د ۳۵۰ فعالو غړیو په لرلو سره د دغه هیواد تر ټولو ستره سوداګریزه ټولنه ده چې په مختلفو برخو کښې فعالیت کوی او د دغې اتحادیې د غړیو د سفر هدف، د سوداګرۍ او اقتصاد د ودې او پیاوړتیا او په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو په اړه خپل نظرونه شریک کړل.

د پیغام پای/