کابل- ایرنا- د افغانستان پخواني ولسمشر د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او په کابل کې د دغه هیواد له‌ سفیر سره په کتنه کې د ایران او افغانستان ترمنځ د دوستانه اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي نن یکشنبه د چنګاښ میاشتې په ۲۴ مه د ایران د جمهور رئیس له ځانګړي استازي او په کابل کې د دغه هیواد د سفیر حسن کاظمي قمی سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او ایران ترمنځ د دوستانه اړیکو د پیاوړتیا او د سیمې په اوسنیو حالاتو خبرې وکړې.

د افغانستان پخواني ولسمشر په ایران کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو په بریالي ترسره کیدو خوښي څرګنده کړه.

کرزي د افغان ځوانانو، نجونو او هلکانو لپاره د زده کړې پر اهمیت ټینګار وکړ او په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره یې ملي تفاهم اړین وباله.

د پیغام پای/