کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د اقتصاد مرستیال وویل: امارت د امنیت په تامین کې تر ټولو بریالی نظام دی.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د اقتصاد د وزارت مرستیال عبدالطیف نظري نن د چنګاښ د میاشتې په ۲۳ نیټه په خپله ایکس پاڼه کښې ولیکل: امارت د هیواد د امنیت په تامین کې تر ټولو بریالی نظام دی. 

هغه څرګنده کړه: د امنیت په ډګر کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې د سراسری امنیت تامین، له غلو او ښاري جیبکارانو سره نه ستړې کېدونکې مبارزي، د تښتونې د ټولو شبکو له منځه وړل، له سایبري جرمونو سره مبارزه، د خوارج په کلکه ځپل، او د باغیانو او فساد کوونکو ځپل دي. 

د ایرنا د راپور له مخې له افغانستانه د امریکا په وتلو سره په دغه هیواد کښې ملی امنیت تامین شوی دی.

د پیغام پای/