کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال ویلي: اسلامي امارت تعلیمي او تحصیلي نظام ته ځانګړې پاملرنه کوي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان سرپرست حکومت نن سه‌شنبه د چنګاښ په ۱۹مه، په خپله خبرپاڼه کې د حکومت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د ننګرهار پوهنتون له استاد فضل ولي ناګار او یو شمېر نورو کسانو سره یې د لیدنې خبر ورکړی دی. 

نګار او نورو استادانو په ټول هېواد کې د امنیت له تامین او د پرمختیايي چارو له پلي کېدو خوښي څرګنده کړه او د هېواد د پوهنې د نظام پر پیاوړتیا او د کیفیت په لوړولو یې ټینګار وکړ.

دوی خپل نظریات او وړاندیزونه له سیاسي مرستیال سره شریک کړل.

د حکومت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وویل: د تعلیمي نظام پیاوړتیا ته اړتیا ده او اسلامي امارت په دې برخه کې ځانګړې پاملرنه کوي. هغه زیاته کړه: اسلامي امارت د علم او پوهې په ارزښت تر بل هرچا ډیر پوهیږي او د تعلیمي ادارو د بیا احیا او پراختیا لپاره کار کوي.

د پیغام پای/