کابل – ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال وویل: اسلامي نظام مکلفیت لري چې ټولو خلکو ته خدمات وړاندې کړي او د هغوی ستونزې له تبعیض پرته حل کړي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان سرپرست حکومت ارګ نن دوشنبه د چنګاښ په ۱۸مه په خپله خبرپاڼه کې په کابل کې د مېشتو افغان کدرونو د انسجام د ټولنې له استازو سره د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کتنې په اړه اعلان وکړ.

د يادې اتحاديې استازو په افغانستان کې د اسلامي نظام پر ټينګښت او د ملي امنيت په تامينولو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل، چې د افغانستان د بيارغونې او اقتصادي پياوړتيا په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.

دوی په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې مهمې وبللې او یادونه یې وکړه چې د افغانستان وضعیت له هغه څه سره ډېر توپیر لري چې په بهرنیو رسنیو کې منعکس کېږي.

دوی وویل، چې په افغانستان کې نه څوک جګړه غواړي او نه هم د جنګ ملاتړ کوي، بلکې افغانان د یوه باثباته اسلامي نظام ملاتړ کوي، چې ټول افغانان پکې راټول شي او حقوق یې خوندي وي.

د حکومت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وویل: د هر افغان مشورې ته ارزښت او درناوی لرم.
هغه وویل: اوسنی اسلامي نظام د ټولو افغانانو ګډ نظام دی او مسوولین مکلف دي چې ټولو هېوادوالو ته خدمات وړاندې کړي او د دوی ستونزې له تبعیض پرته حل کړي.

سياسي مرستيال زياته کړه: په اسلامي نظام کې نشه يي توکي، فساد او جبر نشته، غصب پای ته رسېدلی او د اقتصاد د پياوړتيا لپاره هڅې روانې دي.

عبدالکبیر څرګنده کړه: اوس په ټولو ولايتونو کې د حلقوي سړکونو او ولايتي سړکونو د جوړولو کار پيل شوى او يا به په نږدې راتلونکي کې پيل شي. پانګونې ته پراختیا ورکول کیږي، بودیجه له داخلي عوایدو څخه ورکول کیږي او د بریښنا، روغتیا او پوهنې په برخو کې د پروژو بنسټیز کارونه روان دي.

د پیغام پای/