په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په وینا، د افغانستان د سرپرست حکومت د احصایې او اطلاعاتو ملي ادارې چارواکو نن یکشنبه د سرطان په ۱۷ مه په خپله خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د احصایې او اطلاعاتو ملي ادارې د اسانتیاو د برابرولو په موخه پرون د برېښنايي پېژندپاڼو د اسانتیا د ویش مرکز پرانیست.
په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفير بدرالدين په هغه هېواد کې مېشتو افغانانو ته د دغه مرکز د پرانستلو مبارکي ورکړه او ويې ويل چې په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.
د الکترونیکي تذکرو د تخنیکي د انسجام رئیس سلطان احمد سباوون د الکترونیکي تذکرو د سیستم تخنیکي پړاوونه او وړاندې شوي خدمتونه تشریح کړل او د دغه مرکز پرانیستل یې په متحده عربي اماراتو کې میشتو افغانانو ته د اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې یو مهم ګام وباله.
د پیغام پای/