کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د درېیم سیاسي ریاست رییس ذاکر جلالي نن دوشنبې د چنګاښ ۱۱ مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي: د دوحې د دویمې ورځې په پیل او غونډې په پای سره ټاکل شوې د افغانستان لوری به د مالي او بانکي بندیزونو، دا چې یادو بندیزونو د افغانستان اقتصادي پراختیا څومره له خنډونو سره مخ کړې او دغه راز په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې په پرمختګونو خبرې وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي بیان کړې: د نن ورځې د ناستې په دویمه برخه کې به د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو سره د مبارزې معینت د نشه يي توکو د کښت، پروسس او قاچاق د مخنیوي په اړه مفصلې خبرې ولري.
د ذاکر جلالي په وينا، نشه يي توکي چې د افغانستان د اشغال ميراث دى، له دې پديدې سره د مبارزې مسووليت د لوېديځو هېوادونو پر غاړه دى، چې بايد خپل مسووليت ادا کړي.
د بهرنیو چارو وزارت د درېیمې سیاسي څانګې مشر څرګنده کړه: په پای کې به ازاد بحث وشي او په دې توګه به د دوحې غونډه پای ته ورسېږي.
ذاکر جلالي ټینګار وکړ چې د یادو شویو موضوعاتو په اړه پرمختګ به د دوحې د ناستې په راتلونکي پړاو کې د پام وړ اغېز ولري.
د ایرنا د خبر له مخې دوحه کې د ملګرو ملتو په کوربه توب د افغانستان په چارو کې د هېوادونو د ځانګړو استازیو په شتون سره درېیمه دوه ورځنۍ غونډه نن دویمې او وروستۍ ورځې ته داخله شوه.
د پیغام پای/