کابل- ایرنا- د اسرائیلو جنایت کوونکي پوځ د سولې پلازمېنې دمشق په سویل باندې هوايي بریدونه کړي دي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ سوري رسنیو چهارشنبې د چنګاښ ۶ مه پلازمېنه دمشق کې د چاودنو د غږو خبر ورکړ.

دمشق کې د المیادین خبریال راپور ورکړی، دغه هوايي برید د سوریې پلازمېنې څنګ ته د «سیده زینب (س)» سیمې کې شوی دی.

په ورته وخت کې د سوریې رسمي خبري آژانس (سانا) د دغه هېواد یوې نظامي سرچینې په حواله راپور ورکړی دی، چې د چهارشنبې په شپه کابو ۱۱:۴۰ بجې اسرائیلي دښمن د اشغالي جولان له سیمې په سوریه برید کړی او ځینې سویلي سیمې یې موخه ګرځولې دي.

دغې سرچینې زیاته کړه: د سوریې هوایی سیسټم د دښمن له هدفونو سره مخامخ شول او یو شمیر یې ویشتلی دي، خبروایي په دغه برید کې ۲ تنه عسکر و وژل شول، ۱ بل ژوبل شو او مالي زیانونه واوښتل.

د پیغام پای/