کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د افغانستان د حاجیانو د لومړي کاروان بېرته هېواد ته د راستنېدو خبر ورکړی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسوولینو نن یکشنبې د چنګاښ ۳ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغان حاجیانو لومړۍ جوپه تېره شپه ناوخته له سعودي عربستان څخه کابل ته راورسېده.

خبرپاڼې زياته کړې: د يوې الوتنې په بهيرکې ٣٤٦ تنه افغان حاجيان له سعودي عربستان څخه د کابل نړيوال هوايي ډګر ته ولېږدول شول.

د افغانستان د سرپرست دولت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت هم اعلان وکړ، چې د حاجیانو د راستنېدو له امله یې د هېواد په ټولو نړیوالو هوايي ډګرونو کې اسانتیاوې رامنځته کړې، څو له غوره هوايي ترانسپورتي خدمتونو څخه برخمن شي.

د ایرنا د خبر له مخې سږ کال ۳۰ زره حاجیان د حج د فریضې د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تللي دي.

د پیغام پای/