کندهار- ایرنا- د کندهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د هنر آمریت په دغه ولایت کې د کوشانیانو او اسلامي دورې د یوه یوه اثر د کشف کېدو خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د کندهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د هنر آمر عبدالشکور څپاند نن سه شنبې د غبرګولي ۲۲ مه ویلي: د کندهار ولایت په ډنډ او بولدک ولسوالیو کې دوه لروغوني آثار کشف او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته وسپارل شول.

نوموړي زیاته کړې، په دغه اثارو کې یو هم عطر داني ده چې د کوشانیانو په دورې پورې تړلې او د یو کس له خوا په ډنډ ولسوالۍ کې موندل شوې او بل اثر هم چې په اسلامي دورې پورې اړه لري په بولدک ولسوالۍ کې د احمدشاهي حوض څخه تر لاسه او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته وسپارل شول.

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د هنر آمر وايي، دغه آثار به له پاکولو، ترمیم، ثبت او سجل وروسته په موزیم کې نندارې ته کېښودل شي.

د پیغام پای/