کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې د قاچاق د مخنیوي لپاره په موقتي توګه د سرو زرو د صادرولو کړنلاره تایید شوه.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د اقتصادي مرستیال دفتر نن دوشنبې د غبرګولي ۲۲ مه د کابل په مرمرینه ماڼۍ کې د اقتصادي کمېسیون د غونډې د جوړېدو خبر ورکړی دی.

په دې ناسته کې د سرو زرو د موقتي صادرولو، نویو غوښتونکو ته د نوري فایبر ملي شبکې د جواز ورکولو او د اوسنيو څراغونو پر ځای د LED څراغونو د کارولو په اړه خبرې وشوې.

په غونډه کې د سروزرو د موقت صادرولو کړنلاره تایید شوه، چې پر بنسټ به یې د کړنلارې د اصولو سره سمه په موقت ډول سره زر صادرېږي او په دې سره به تر ډېره د سرو زور د قاچاق مخه ونیول شي.

په غونډه کې پریکړه وشوه چې د ایترا اداره دې هڅه وکړي چې د نوري فایبر شبکه نه یوازې د نویو غوښتونکو لپاره بلکې په ټوله کې پراخه کړي او د هیواد په ځینو برخو کې باید هیوادوالو ته ارزانه او باکیفیته انټرنیټي خدمات وړاندې شي.

په دې غونډه کې دغه راز یادونه وشوه چې د اقتصادي کمیسیون د لارښوونو له مخې ټول دولتي بنسټونه مکلف دي چې د شته څراغونو پر ځای د ایل ای ډي څراغونو څخه کار واخلي او همدارنګه په خپلو ادارو کې د عامه پوهاوي کچه لوړه کړي څو د بریښنا مصرف کم شي. د ملیونونو افغانانو کلنی مصرف باید وژغورل شي.

په دې غونډه کې د برېښنا د لګښت د سپما په برخه کې له اقتصادي څېړنو او شننو وروسته پرېکړه وشوه، چې د حل لاره دې د بودجې د ترلاسه کولو په موخه مالیې وزارت ته واستوي او د انرژۍ او اوبو وزارت دې د هغې د تطبیق مسوولیت په غاړه واخلي.

د پیغام پای/