کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت ویاند وايي، اسلامي امارت د هغه هېوادانو دا غوښتنه چې افغانستان کې د ټولګډونه حکومت جوړ شي، بې ځایه بولي او ټینګار کوي، چې دا ټول غوښتنې به بې پایلې او کومه ګټه به ونه لري.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ویاند ذبیح الله مجاهد د سه شنبې په شپه د غبرګولي ۲۱ مه ویلي، اوسنی حکومت له هره اړخه ټول ګډونه دی او دغه هېوادونه له ټولګډونه څخه ښکاره تعریف نه لري.

مجاهد د ټولګډونه حکومت بحث د افغانستان داخلي موضوع وبلله او له هېوادونو یې وغوښتل، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله ونه کړي.

مجاهد زیاته کړې:اسلامي امارت په وار وار ټینګار کړی دیو چې اوسنی نظام ټولګډونه دی او د ګډون او نه ګډون موضوع د افغانستان او افغانانو اړوند ده او دا د بهرنیو هېوادونو موضوع نه ده.

نوموړي ویلي: له بده مرغه ځينې هېوادونه دا مسله تکراروي، چې تر اوسه يې دا غوښتنه نه ده بريالۍ شوې، دویم، د دوی غوښتنه مناسبه نه ده، دا پالیسي باید بدله شي او هغه څه چې په افغان ولس پورې اړه لري باید افغان ولس ته وسپارل شي.

د راپورونو له مخې، په دې وروستيو کې د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف او د چين ولسمشر شي جين پينګ په بېجينګ کې تر ليدنې وروسته په ګډه اعلاميه کې په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده او له سرپرست حکومت څخه یې هم وغوښتل چې اعتدال وپالي.

د ایرنا د راپور پر اساس، د ټولګډونه حکومت رامنځته کول، له ترهګرو ډلو سره مبارزه او اړیکې پرې کول، د بشری حقونو په تېره بیا د ښځو او توکمیزو اقلیتونو د حقونو تامین او له افغانستان څخه د پولې له پورې غاړې تهدیدونو ته اجازه نه ورکول د امارت د رسمیت پېژندنې لپاره د نړیوالې ټولنې له مهمو شرطونو څخه دي، چې تر اوسه د دواړو خواوو تر منځ نه دي تر لاسه شوي.

د پیغام پای/