کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست عبدالمنان عمري یکشنبې د غبرګولي ۲۰ مه مازیګر مهال له روسیې څخه د راتګ پر مهال ویلي، د سن پیټرزبورګ اقتصادي اوویشتمه ناسته د افغانستان لپاره له لاس ته راوڼو ډکه وه.
عمري زیاته کړه: په ټول کې الحمدلله سفر د افغانانو په ځانګړې توګه د هغو کسانو لپاره چې د کار په لټه کې دي او باید د کار زمینه ورته برابره شي، بریالی او مهم و.
د کار وزارت سرپرست وویل: په دې غونډه کې چارواکو ژمنه وکړه چې په راتلونکي کې به یو داسې میکانیزم جوړ کړي چې هېوادوال بهرنیو هېوادونو ته ولاړ شي او هلته کار وکړي.
د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست هم د خپلو خبرو په يوه برخه کې وويل: په دغه سفر کې يې د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره د افغان کډوالو د ستونزو د حل په اړه هم خبرې وکړې.
عمري وويل: له ټولو افغانانو مې هيله دا ده، چې که د کار او ټولنيزو چارو وزارت ورته په راتلونکي کې بهرنيو هېوادونو ته د تګ زمينه برابره کړي، بايد د افغانستان د ننه او بهر هېوادونو ټول قوانين او اصول په پام کې ونيسي.
د ایرنا د راپور له مخې؛ د افغانستان د سرپرست دولت د کار او ټولنيزو چارو سرپرست وزير تېره اوونۍ په دې غونډه کې د ګډون لپاره پيترزبورګ ته ولاړ.
د پیغام پای/