کابل- ایرنا- د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي په تور لېست کې د اسرائیلو د داخلو په اړه خپله پرېکړه اعلان کړه.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي جمعه د غبرګولي ۱۸ مه د هغه هېوادونو په لېست کې چې د جګړې سیمه کې ماشومانو ته زیان اړوي د اسرائیلو د شاملېدو اعلان وکړ.

ملګرو ملتونو کې د اسرائیلو استازي ګیلاد عردان د دې موضوع په تایید سره ویلي، ګوترېش دغه پرېکړه ده ته رسولې ده.

عردان دغه راز د غزې په جګړه کې د اسرائیلي ماشومانو ته د زیان رسولو له امله پر دغې پرېکړې نیوکه کړې او هغه یې د شرم وړ بللې ده.

د پیغام پای/