کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د دوحې درېیمه غونډه چې ټاکل شوې د روان کال د چنګاښ میاشتې په لسمه نېټه جوړه شي، د څه باندې ۲۵ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي به په کې ګډون وکړي او د افغانستان پر وضعیت به په بېلابېلو برخو خبرې وکړي، دا غونډه په داسې حال کې جوړیږي چې د افغانستان د سرپرست دولت چارواکي لا هم ورته د شک په سترګه ګوري او په دې غونډه کې یې خپل ګډون مشروط کړی دی.
د سرپرست دولت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقی د یکشنبې په ورځ د غبرګولي په ۱۳ مه نېټه د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکولسن سره په کتنه کې وویل: د افغانستان اسلامي امارت به د دوحه ۳ غونډه په اړه ارزونه وکړي او بیا به خپل دریځ اعلان کړ.
د متقي په وینا، د افغانستان اسلامي امارت پالیسي د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د توازن او مثبت تعامل پر بنسټ ولاړه ده او د دوحې په درېیمه ناسته کې د ولس او هېواد د سوکالۍ او هوساینې په برخه کې بامعنی ګډون غواړي.
د افغانستان د سرپرست دولت ویاند ذبیح الله مجاهد هم د یکشنبې په شپه د غبرګولي په ۶مه رسنیو ته وویل:«موږ چمتو یو چې د دوحې په درېیمه غونډه کې ګډون وکړو که د هېواد په ګټه وي.
مجاهد زیاته کړه: له دې وړاندې یو شرط دا و چې په غونډه کې د افغانستان د وحدت د نمایندګۍ لپاره یوازې اسلامي امارت حاضر وي، دا زموږ لپاره خورا مهم دی.
مجاهد څرګنده کړه: د دوحې په درېیمه غونډه کې فکر کوو، که د افغانستان ګټې په کې خوندي وي، بې له شکه به پکې ګډون کوو او که د افغانستان شرایط په پام کې ونه نیول شي او دا ناستې د افغانستان د ټوټه کېدو په خاطر جوړېږي، بې له شکه موږ به په دې غونډه کې ګډون ونه کړو.
د افغانستان د سرپرست دولت ویاند ټینګار وکړ: په درېیمه غونډه کې به له اسلامی امارت سره د لا زیاتو تعاملاتو، د سرپرست دولت پر چارواکو د بندیزونو د لرې کولو او د افغانستان په مهمو مسایلو خبرې اترې وشي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان د دوحې لومړۍ او دویمې ناستې ته په اشارې سره دا قضیه ارزوي او قضاوت کوي چې د افغانستان لپاره یې کومه نتیجه ورنه کړه او یا یې د بن له غونډې سره پرتله کړه.
د ډېرو کارپوهانو په اند، د افغانستان د سرپرست دولت د مشرانو سیاسي نظر لا هم د ډېرو هېوادونو له نظره لرې دی، چې دوی د افغانستان لپاره د یوه ټول شموله حکومت د جوړېدو په ګډون څه فکر کوي، نو له همدې امله موږ د دوحې د درېیمې ناستې د پایلو په اړه ډېر هیله من کېدای نه شو.
له دې وړاندې ګلبدین حکمتیار ویلي و، چې په دوحه کې درېیمه ناسته د بن د ناکامې تجربې تکرار دی او موخه یې د بنین سیوان او بل اخضر ابراهیمي ټاکل دي، چې د امریکا د خوښې وړ کس به وي او دنده یې د هېوادونو ترمنځ همغږي ده، چې د افغانستان په پېښو کې لاس لري، خو باید وویل شي چې د وخت او ځای له نظره د بن د غونډې شرایط د دوحې له غونډې سره په بشپړ ډول توپیر لري، ځکه د بن په غونډه کې د افغانستان د ټولو سترو سیاسي ګوندونو او بنسټونو استازو حضور درلود د ګډ حکومت په شان یو حکومت په پام کې نیول شوی و، په دې معنی چې د حکومت په جوړښت کې باید د هرې اغېزمنې ډلې استازی شتون ولري، چې بالاخره رامنځته شو، دویم دا طالبان چې د افغانستان د واقعیتونو یوه برخه وه، په دې غونډه کې له سیاسي ډګر څخه په مرموز ډول لرې کړای شوې وه، خو همدا ډله نن په افغانستان کې مطلق واکمنه ده او له لوړ مقام څخه خبرې کوي او د دوحې په غونډه کې یې ګډون مشروط کړی دی، خو بیا به څنګه غربیان؟ د بن د تجربې په تکرارولو بریالي شي او په افغانستان کې یو ګوډاګی حکومت جوړ کړي؟!
له دې ټولو څرګندونو او شننو سره سره، له نړۍ سره د افغانستان د اړیکو د څرنګوالي په اړه د حقوقي اړخونو د لا روښانه کولو لپاره اړینه ده چې په دوحه کې د افغانستان لومړۍ او دویمې ناستې ته لږ شاته لاړ شو.
د دوحې لومړۍ ناستې پایله څه وه؟
د دوحې لومړۍ ناسته د ۱۴۰۲/۱۰/۲په دوحه کې د ۲۵ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو په شتون کې ترسره شوه، د افغانستان د سرپرست دولت هېڅ استازی ته بلنه نه وه ورکړل شوې.
دا په داسې حال کې ده چې د جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته په افغانستان کې اوسنی واکمن حکومت د نړۍ پام او پېژندنې ته سخته اړتیا درلوده، خو د ملګرو ملتونو عمومي منشي له پیله اعلان وکړ چې په دې غونډه کې د طالبانو مشران نه دي بلل شوي.
د دې غونډې ګډونوال په عمده توګه له افغانستان سره مرسته کوونکي هېوادونه وو، چې د بشري ناورین او په دولتي جوړښت او بهرنیو ادارو کې د ښځو د نه شتون په اړه یې خبرې وکړې، خو هغه څه چې ملګرو ملتونو او د یوشمېر هېوادونو استازو د خبرو له پیل مخکې رد کړل او ویې ویل چې په اجنډا کې یې د سرپرست دولت د پروتوکول موضوع نه وه.
په دې غونډه کې هغه څه چې په هېواد کې د واکمن نظام له مشرانو څخه د افغانستان د پيژندګلوۍ او له نړۍ سره د رسمي اړيکو لرلو په اړه هيله کېده، نه يوازې دا چې تر لاسه نه شوه، بلکې په اړه يې هر اړخيز بحث ونه شو.
دغه غونډه په دې خاطر بې پایلې پای ته ورسېده چې د افغانستان د سرپرست دولت هېڅ استازی هم په کې نه وو او د اوسني حکومت مشرانو د افغانستان په نه شتون او د پردې تر شا د هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو غوښتنې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وبلله.
د دوحې د دویمې ناستې لاسته راوړنې څه وې؟
د ملګرو ملتونو دویمه دوه ورځنۍ غونډه د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ له ۱۸ څخه تر ۱۹ مې نیټې پورې په دوحه کې له لومړۍ غونډې اته میاشتې وروسته جوړه شوه، چې د جمهوري رژیم له ړنګیدو وروسته د افغانستان په اړه تر ټولو مهمه غونډه وه، د افغانستان په چارو کې د لومړي ځل لپاره د چین، روسیې، پاکستان، ایران او امریکا په ګډون د سیمې او نړۍ د ۲۱ هېوادونو ځانګړي استازي او د اروپايي ټولنې او د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان ځانګړي استازي ګډون کړی وو، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش سره د دوه ورځو لپاره د یوه میز په شاوخوا کې راټول شوي او د نوي حکومت تر واکمنۍ لاندې د افغانستان سره د دوی د اړیکو په راتلونکې یې خبرې وکړې.
په دویمه ناسته کې د لومړۍ ناستې برعکس د افغانستان د سرپرست دولت مشران رابلل شوي وو، خو دا چې په هېواد کې د نوي نظام بنسټونه یو څه پیاوړي شوي وو او په عین حال کې ځینو هېوادونو د دوی د تګ راتګ مخه نه وه نیولې، په افغانستان کې سفارتونه او له نړۍ سره د افغانستان اړیکي لږ تر لږه د ژوندي کېدو په حال کې وې، د اوسني حکومت چارواکو د دوحې په دویمه ناسته کې د ګډون شرط ایښی و، چې اصلي شرط یې په دې غونډه کې د افغانستان د مدني ټولنو د استازو نه شریکول وو.
په دوحه کې د ملګرو ملتونو له دوه ورځنۍ غونډې څخه هغه څه چې تمه کېده تر لاسه نه شوه او پرته له کومې څرګندې نتیجې پای ته ورسېده او د ډېرو سیاسي شنونکو له نظره دا هم یوه ناکامه ناسته وه، که څه هم د نړیوالو مهمو غونډو هېوادونه او سازمانونه د افغانستان په اړه خبرې اترې خورا مهمې وې.
خو د ملګرو ملتونو سرمنشي د غونډې په پای کې وویل، چې ټولو ګډونوالو په افغانستان کې د روان وضعیت د پای ته رسولو په اړه موافقه وکړه، همدارنګه د غونډې ګډونوالو موافقه وکړه چې داسې افغانستان غواړي چې په سوله کې له ځان او ګاونډیانو او نړۍوالې ټولنې سره ژوند وکړي، خپلو نړیوالو مکلفیتونو ته غاړه کیږدي، د خپلو اتباعو حقونو ته درناوی وکړي، څو دا هېواد د نړۍ په اقتصادي او سیاسي ډګر کې یو ځل بیا یوځای شي، خو په پای کې ګوتریش ومنله چې هڅې یې په ټپه ولاړې دي.
اوس چې د ملګرو ملتونو په کوربتوب د دوحې درېیمه غونډه په دوحه کې کېږي، وبه ګورو چې د دې غونډې نتیجه به څه وي، ایا د افغانستان د رسمي کېدو هیله به پیدا شي او ایا افغانستان به یو ځل بیا د نړیوالې ټولنې رسمي غړی شي؟ یا به داسې وي له پخوانۍ دوه غونډې چې به بې پایلې وې؟
د پیغام پای/