کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت مسوولینو سه شنبې د غبرګولي ۱۵ مه د ایراني پانګوالو سره د دغه وزارت د سرپرست مولوي نجیب الله حیات حقاني د لیدنې خبر ورکړی دی.
د دغه وزارت د اعلان پر اساس په دغه لیدنه کې ایراني پانګوالو د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوژۍ خدماتو برخه کې خبرې وکړې.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست مولوي نجیب الله حیات حقاني پانګوالو ته ډاډ ورکړ چې اوس په افغانستان کې د ټکنالوژۍ د ودې او پراختیا په برخه کې د پانګونې لپاره مناسبې زمینې او لازمې اسانتیاوې برابرې شوې دي.
هغه زیاته کړه: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له قوانینو سره سم د پانګوالو لپاره د اسانتیاوو د رامنځته کولو په برخه کې لازمه همکاري کوي.
په دې غونډه کې ایراني پانګوالو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مخابراتي خدمتونو د تنظیم له ادارې (اترا) څخه د مخابراتي خدمتونو د جواز د ترلاسه کولو غوښتنه وکړه، څو وکولای شي په ایران کې مېشتو افغانانو ته د مخابراتو د قراردادونو له لارې په ټیټه بیه خدمات وړاندې کړي.
د مخابراتو وزارت سرپرست ایراني پانګوالو ته ډاډ ورکړ چې له مخابراتي شرکتونو سره له تفاهم وروسته هر ډول قانوني مرستې ته چمتو دی.
د پیغام پای/