کابل- ایرنا- کابل کې د چین سفیر چین ته د افغانستان د رسنیو د یوه پلاوي د تګ خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ کابل کې د چین سفیر جاوه شینګ نن یکشنبې د غبرګولي ۱۳ مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي: د چین سفارت په بلنه د افغانستان د رسنیو یو پلاوی د می له ۲۲ مې تر ۲۷ مې د چین له تاریخي ځایونو او نندارتون څخه لیدنه وکړه.

د چین سفیر زیاته کړې: دغه پلاوي په سین کیانګ کې د تروريزم او افراطيت ضد نندارتون، د خودمختارې سيمې له موزيم، د کاشغر له لرغوني ښار، د عيدګاه جومات او نورو ځايونو څخه ليدنه وکړه.

د چین د سفیر په وینا، دغه پلاوي په بیجینګ کې د چین پښتو میډیا ګروپ، د ژونګ ګوانکون ساینس ښار پلاننګ نندارتون تالار او د ځینو لوړ تخنیکي شرکتونو څخه هم لیدنه وکړه.

د پیغام پای/