کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ارګ نن شنبې د غبرګولي ۱۲ مه په یوه خبرپاڼه کې د هېواد بېلا بېلو ولایتونو له علماوو، مجاهدینو او مخورو سره د سرپرست دولت د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د لیدنې خبر ورکړی دی.
د بېلا بېلو ولایتونو علماوو او مشران خبرې وکړې او د خپلو ولایتونو د ټولنیزو، اقتصادي او امنیتي مسایلو په اړه یې معلومات ورکړل.
دوی د اسلامي امارت د مسؤلینو او مجاهدینو له لوري د امنیت، سولې او ولس ته د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د سیمه ییزو ادارو له طرزالعمل، کړنو او دندو څخه د خوښۍ په څرګندولو سره د اسلامي امارت له مسؤلینو څخه د روغتیا د لا ښه والي او په دې ولایتونو کې د کلینکونو، ترانسپورتي لارو، پراختیایي چارو ته پاملرنه او ځوانانو ته د کار پیدا کولو غوښتنه وکړه.
مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړه: د اسلامي امارت د مسؤلینو دروازې د ټولو هېوادوالو پر مخ خلاصې دي او هغوی ته د وړاندیزونو، نظریاتو او ستونزو د وړاندې کولو هرکلی کوي.
د افغانستان د سرپرست دولت اداري مرستيال په بېلابېلو برخو کې خلکو ته د خدمتونو وړاندې کول د مسوولينو له دندو او مسووليتونو څخه وبلل ويې ويل: په مرکز او ولايتونو کې مسوولين هڅه کوي چې د امکان تر حده د خلکو هيلې په پام کې ونيسي.
د پیغام پای/