کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ روسي رسنیو نن دوشنبې د غبرګولي ۷ مه د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له قوله راپور ورکړی دی، چې روسیې په رسمي ډول افغانستان ته د سن پترزبورګ په کلنۍ اقتصادي غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.
کابلوف د تاس خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې دغه غونډه کې به پر کوم موضوعاتو خبرې وشي و ویل: د همکارۍ زمینې ډېرې هیله بښوونکې دي.
نوموړي زیاته کړه، افغانان په دودیز ډول لېواله دی، چې د تیلو او نورو توکو د پېر په برخه کې د روسیې سره اړیکې او همکارۍ پراخه کړي.
که څه هم دغه روسي ديپلومات په دې ناسته کې د افغان استازو له موخو بې خبري وښوده، خو ويې ويل، له دغه هېواد سره د سوداګريزو تبادلو د پراختيا په موخه د افغانستان له ترانزيټي ظرفيتونو څخه د استفادې په اړه خبرې کېږي.
کابلوف دغه راز پر افغان مشرانو د بندیزونو د لرې کولو په اړه هم خبرې وکړې ویې ویل: که څه هم ځینې پوښتنې لا هم پاتې دي، خو د روسیې د بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ته د (طالبانو) د بندیزونو د لرې کولو په اړه خبر ورکړی دی.
د ایرنا خبر له مخې، د سینټ پیټرزبورګ فورم چې یو وخت د لوېدیځ اجراییه رییسانو او د لندن او نیویارک د پانګونې بانکدارانو کور و، د اوکراین له جګړې راهیسې د پام وړ بدلون موندلی، لوېدیځ پانګه اچوونکي د روسیې د پراخې شتمنۍ د یوې برخې په لټه کې دي اوس د چین، هند، افریقا او منځنی ختیځ سوداګرۍ ته مخه کړې ده.
د پیغام پای/