کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ارګ یکشنبې د غبرګولي ۶ مه ماښام مهال په یوه خبرپاڼه کې بهر کې د مېشتو متخصیصیونو ټولنې له استازو سره د سرپرست دولت د اقتصادي مرستیال مولوي عبدالکبیر د لیدنې خبر ورکړی دی.
د دغه ټولنې په استازیتوب ډاکتر دوست محمد ځدراڼ او ډاکتر غلام حضرت خبرې وکړې ویې ویل، چې دغه ټولنه د ۱۶۰ مسلکي ډاکترانو او مخصیصیونو په لرلولو سره خلکو ته خدمت کوي او په بهر کې ګڼ افغان متخصین چمتو دي، چې بېرته هېواد ته راستانه شي.
هغوی و ویل، چې د پخوا په پرتله یې په روغتیايي برخه کې ظرفیت لوړوالی موندلی او د ډېرو ناروغیو درملنه په هېواد کې د ننه تر سره کوي.
دوی له هېواد بهر متخصیصینو ټولنې ځینې ستونزې او وړاندیزونه د سرپرست دولت له سیاسي مرستیال سره شریک کړل.
مولوي عبدالکبیر د روغتیايي سکتور د ډاکترانو، متخصیصینو او کارکوونکو له هڅو مننه وکړه هغوی یې د هېواد پانګه وبلله ویې ویل: چې افغانستان په اوسني حالت کې هغوی ته اړتیا لري.
د سرپرست دولت سیاسي مرستیال زیاته کړه، د اسلامي امارت پالیسي د هېواد له کادرونو او شخصیتونو ملاتړ دی او هغوی ته د هر ډول اسانتیاوو رامنځ ته کولو لپاره هڅې کوي.
نوموړي و ویل، دا چې افغانان ډېر غریب او بې وسه دي نو اړتیا ده چې ټولې دولتي او خصوصي روغتیايي ادارې د هغوی د تشخیص او درملنې په برخه کې له دقت او نرمۍ کار واخلي.
د سرپرست دولت دغه چارواکي د متخصیصیونو ټولنې غړو ته ډاډ ورکړ، چې د هغوی ستونزې او وړاندیزونه به د حل په خاطر له اړونده ادارو سره شریکې کړي.
د پیغام پای/