کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ روسي رسنیو نن شنبې د غبرګولي ۵ مه د روسیې د استخباراتو د مشر الکساندر بورتنیکوف له قوله ویلي:«د افغانستان دولت دا توان لري، چې د دغه هېواد نظم او بیارغونه ټینګه کړي.»
سرچینې زیاته کړې، د روسیې د استخباراتو رییس الکساندر بورتنیکوف د ګډو همکاریو سازمان په غونډه کې ویلي، که لوېدیځ هېوادونه د افغانستان د دولت په داخلي چارو کې له مداخلې لاس واخلي، دغه دولت د افغانستان د نظم او بیارغولو په برخه کې توان لري.
د پیغام پای/